د پاکستان سرپرست صدارعظم انورالحق کاکړ له افغانستان او ازبکستان سره د اورګاډي د پټلۍ جوړولو د چارو بشپړولو په اړه د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیاییف سره خبرې کړې دي. پاکستاني رسنیو ویلي، چې کاکړ د افغانستان له لارې د پاکستان او مرکزي اسیايي هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ زیاتولو په هدف پر وخت د پټلۍ پر جوړولو ټینګار وکړ.پاکستان، ازبکستان او افغانستان د ۲۰۲۳م کال په جولای کې د سوداګرۍ لپاره د پټلۍ جوړولو د چارو پیلولو موافقه لاسلیک کړه. په اسلام اباد کې د شوې هوکړې له مخې، دغه ۷۶۰ کېلومټره اوږده پټلۍ به د پاکستان د کراچۍ بندر له ازبکستان سره ونښلوي.