په کابل ښار کې د تېلو او ګازو بیې لوړې شوې دي. د راپورونو له مخې، اوسمهال په کابل کې یو لېتر تېل په اتیا او يو کیلو ګاز په شپېته افغانۍ پلورل کېږي. تر دې مخکې یو لېتر تېل شاوخوا شپېته افغانۍ پلورل کېده. د پلازمېنې ګڼ اوسېدونکي د تېلو او ګازو د بیو لوړېدو ته اندیښنه ښيي. په کابل کې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د اکثرو خوراکي توکو بیې هم وروسته تر دې لوړې شوې، چې د سالنګ لویه لاره د رغونې لپاره بنده شوه.