د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه کې د شاوخوا شپږ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۵ بېلابېلې پروژې منظورې شوې. په منظورو شویو پروژو کې د ریاست الوزرا د ساتنې لوی ریاست، د ملي دفاع، لوړو زده کړو، ټولګټو او د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارتونو، افغان ملي بانک او کابل ښاروالۍ پروژې شاملې دي. د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي، چې د ملي تدارکاتو کمېسیون یادې غونډې ته ۲۸ پروژې د بحث لپاره وړاندې کړې وې چې له جملې یې د ۲۵ پروژو قراردادونه منظور، د یوې لغوه او د دوو نورو د قراردادونو د بیا ارزونې سپارښتنه وشوه.