د کابل ښار ځينې اوسېدونکي وايي له دې سره، سره چې نوي چاپ شوي بانکنوټونه بازار ته عرضه شوي؛ خو لاهم په بازارونو کې په راکړه ورکړه کې زړې پیسې استفاده کېږي. دوی له مرکزي بانک څخه غواړي چې له بازارونو د زوړ بانکنوټونو د راټولولو په برخه کې ډېره هڅه وکړي. بلخوا د سرپرست حکومت چارواکي وایي، چې د هېواد له بازارونو د زړو پيسو د راټولولو لپاره نوې پیسې چاپ شوي دي. د سرپرست حکومت ویاند زیاتوي، چې نوې چاپ شوې پیسې دې ته په پام سره بازار ته وړاندې کېږي، چې انفلاسیون رامنځته نهشي او په بازار کې د افغانیو ارزښت ته زیان ونه رسېږي.