د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال د ګرځندوی د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې ویلي، چې د سرپرست حکومت په راتګ سره ۴زره او ۲۰۰ بهرنیو سیلانیانو د هېواد له تاریخي سیمو او طبیعي ښکلاوو څخه لیدنه کړې او دغه شمېر ورځ تر بلې په زیاتېدو دی. نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې یاد وزارت د کرنې وزارت سره یو ځای پر یوه طرحه کار کوي، چې له مخې به یې په بند امیر کې سیلانیانو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه د لومړي ځل لپاره ۷۰ میلیونه افغانۍ پانګونه وشي.