د بلخ د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د شمال زون په کچه د ۶۲ میلیونه افغانیو په لګښت د درملو او طبي تجهیزاتو د زېرمه کولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر نجیب الله توانا وايي، دغه مرکز د یاد ریاست او د یو شمېر همکارو موسسو په مالي ملاتړ د ۶۲ میلیونه افغانیو په لګښت په ۱۴۰۰ متره مبع ځمکه کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، چې ۶ متره لوړوالی لري او کولای شي د شمال زون په کچه د درملو او طبي وسایلو د زېرمه کولو اړتیاوې پوره کړي او د ادارې دفترونو په شتون سربېره د اطفائیې سېسټم، فلزي قفسچې او د سړښت او تودوخۍ ټول سېسټمونه یې مجهز او فعال دي.





























