له کندهاره پاکستان ته، یوازې په تېره اونۍ کې د اووه میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۵ زره ټنه انار صادر شوي دي. د کندهار بڼوال او سوداګر له سرپرست حکومت څخه غواړي، چې د پاکستان له لوري د لوړې ماليې د اخیستلو ستونزې د هواري په پار د هلو ځلو سربېره، د نورو هېوادونو بازارونو ته هم د انارو د حاصلاتو د صادرېدو زمینه برابره کړي. د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس وايي، چې سږ کال دوی هڅه کوي، څو د کندهار انار له ترانزيټي لارو نورو هېوادونو ته هم صادر کړي. د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست ویاند هم وايي، چې سږ کال په دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله، د انارو حاصلاتو کې لس سلنه زیاتوالی راغلی. د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې په کندهار کې پر ۱۵ زره هکټاره ځمکه د انارو باغونه شتون لري، چې د اټکل له مخې سږ کال به ترې نږدې ۳۰۰ زره ټنه حاصلات ترلاسه شي.