په کابل کې د ۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د سېروم او درملو د تولید یوه کارخونه پرانیستل شوه. د دې کارخونې مسوولین وايي، چې په دغې کارخونه کې به، د کار په پیلېدو سره سلګونه تنو ته د کار زمینه برابره شي. د دې کارخونې رییس د سرپرست حکومت له چارواکو هم غواړي، چې پر ځینو ستونزو یې غور وکړي. بلخوا د کانونو او صنایعو خونه وايي، چې تر اوسه د برېښنا د کموالي او د ځمکو د وېش په برخه کې د فابریکه لرونکو ستونزې نه دي حل شوي او له سرپرسته حکومته غواړي، چې دې برخې ته پاملرنه وکړي. بلخوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت ډاډ ورکوي، چې په هېواد کې صنعتکارانو ته ټولې اسانتیاوې برابروي او له نورو پانګه والو هم غواړي چې په هېواد کې پانګونه وکړي.