په هېواد کې د دايمي ثبات او نظام د ټينګښت په موخه د پنجشېر له خلکو سره د دولتي چارواکو په غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدين عزيزي وویل چې د پنجشېر د سوداګرو او صنعتکارانو لپاره د اسانتياوو رامنځته کولو او غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه په دغه ولايت کې د صنعت او تجارت رياست په رسمي ډول افتتاح او په کار به پيل وکړي. په غونډه کې د پنجشېر والي محمد آغا حکيم وویل چې د سرپرست حکومت ټول مسوولين د ولس د هوساينې او پرمختګ په موخه هڅې کوي او غواړي، چې افغانستان په خپلو پښو ودريږي.