د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال په دوبۍ کې له ځينو سوداګرو سره لیدلي او په افغانستان کې یې د سوداګرو پر پانګونې ټینګار کړی دی. په دې کتنه کې د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال له ټولو هغو سوداګرو چې له هېواده بهر دي، غوښتي چې افغانستان ته راستانه شي او په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي. بلخوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې اوسمهال اړتیا ده چې د صنعت، کرنې، کانونو او انرژۍ په برخو کې پانګونې وشي. تر دې وړاندې د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي دي، چې په هېواد کې د سرپرست حکومت تر واکمنېدو وروسته د کانونو د استخراج په برخه کې د کورنیو او بهرنیو پانګهوالو له اخوا د کانونو د استخراج په برخه کې د اووه مېلیارد ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک شوي دي.