د افغانستان بانک وايي، چې په وروستۍ یوه میاشت کې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت د پام وړ کم شوی دی. د افغانستان بانک ویاند د بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه، د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت د لوړوالي والي یو لامل، د پولي سیاستونو ښه پلي کول ګڼي. ورته مهال د کابل د سرای شهزاده د صرافانو ټولنه په دې باور ده، چې د هېواد په بازارونو کې د افغانۍ ارزښت د ثبات په موخه باید، په ټولو ولایتونو کې راکړه ورکړه په افغانیو وشي او د ډالرو له قاچاق څخه مخنیوی وشی. د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د نورو اسعارو په ځانګړې توګه، ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ساتنې، په بازارونو کې د توکو پر قیمتونو هم مثبت اغېز کړی دی. تر دې مخکې بهرنیو رسنیو راپور وکړی وو، چې تېر کال د افغانیو په نرخ کې ۱۴ سلنه زیاتوالی راغلی چې د نړیوال نوملړ په کتار کې یې درېیم ځای خپل کړی دی.