نړۍوال بانک په خپل یوه تازه راپور کې ویلي، چې د افغانستان له هرو درېیو کورنیو څخه یې د دوو کورنیو ژوند له اقتصادي ستونزو سره مخ دی. د دغه بانک د راپور له مخې؛ دوی د جنوبي اسیا د هېوادونو اقتصادي وده نږدې ۵،۸ سلنه اټکل کړې ده، خو په دې اټکل کې افغانستان نه دی شامل. په دغه راپور کې له بنګله دېش پرته د ډېرو نورو هېوادونو اقتصادي وضعیت مخ پر ودې ښودل شوی؛ خو د افغانستان په اړه هېڅ ډول ارقام او وړاندوینه نه ده شوې. دغه راپور ښيي، چې له افغانستان او بنګله دېش پرته د سویلي اسیا هېوادونه به په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې نږدې ۵،۸ سلنه اقتصادي وده وکړي. دغه بانک په خپل راپور کې ویلي، چې افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی، چې د اقلیمي بدلون او شدیدو طبیعي پېښو له ګواښ سره مخ دی. د نړۍوال بانک د وروستي راپور پر بنسټ د افغانستان د ناخالصو کورنیو توکو تولید پنځو ملیاردو ډالرو ته راکم شوی او د سړي سر عاید نږدې ۳۵۰ ډالره دی.