د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په نوبتي غونډه کې، د شاوخوا اووه میلیارده افغانیو په ارزښت، ۲۵ بېلابېلې پروژې منظورې شوې. د اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر ویلي، چې د ملي تدارکاتو کمېسیون یادې غونډې ته ۲۷ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې وې چې له جملې یې د ۲۵پروژو قراردادونه منظور او د دوه نورو بیا لغوه شول. د سرچینې په خبره، چېپه منظور شویو پروژو کې د پاشدان، شاه و عروس او کمال خان بندونو د پاتې چارو بشپړېدل، په کندهار، بلخ او بادغېس کې خلکو ته د څښاک اوبو رسول، په بېلابېلو ولایتونو کې د اړتیا وړ برېښنا چمتو کېدل، د باکیفیته او چټکو انټرنټي خدمتونو وړاندې کول او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي چې په پلې کېدو سره به یې زرګونو کسانو ته کاري فرصتونه برابر شي.