د مالیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ریاست الوزرا د حکم پر بنسټ له هېواد څخه د هر ډول اوسپنیزو تجهیزاتو او توکو لېږد منع دی. په دغه خبرپاڼه کې امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه شوې چې، ملي سوداګرو او صنعت کارانو پورې اړوندو توکو لېږد ته دې د اړونده قانوني اسنادو له کتو وروسته اجازه ورکړي. په خبر پاڼه کې دغه راز زیاته شوې، چې هېواد ته واردېدونکي توکي باید اړوند ګمرکي اسناد ولري.