د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ټول هېواد په کچه د ۷ میلیارده ډالرو په ارزښت، د کانونو د استخراج تړونونه ترسره کړي دي. د کانونو وزارت د مسوولینو په وینا د دې کانونو د اکتشاف مرحله پيل شوې او تر راتلونکي، یوه دوه کلونو به یې د استخراج بهیر هم پیل شي. دوی زیاتوي چې په ټولو شرکتونو باندې دا لازمي شوې، چې د ټولو استخراج شوي منرالونو پروسس به هېواد کې ترسره کېږي. د دې وزارت د معلوماتو له مخې د کانونو په استخراج سره به د هېواد په کچه لسګونه زره هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي. د کانونو وزارت مسوولین زیاتوي، چې د روان کال له پیل څخه ۴۱ کوچنیو کانونو قراردادونو کورنیو پانګوالو ته ورکړي، چې په دې کانونو کې، مالګه، نفرایټ، کرومایټ، تالک، سرب، جست، کلسید، او ځینې نور منرالونه شامل دي.