د صنعت او سوداګرۍ وزارت په هېواد کې د ښځینه سوداګرو د بشپړ ملاتړ خبر ورکوي. د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد وایي، دوی تل له افغان ښځینه سوداګرو او دوکاندارانو سره مرسته کوي او ډېر ژر به د کابل د شهرنو په سیمه کې د ښځو د کار او سوداګرۍ لپاره یو لوی مرکز جوړ کړي. بلخوا، په هېواد کې ښځینه دوکاندارانې هم له خپل کار څخه خوشحاله دي او په وینا یې، تر پخوا یې کاروونه ښه شوي او ورځ ورځ وده کوي. په دې وروستیو کې د کابل تر څنګ په ولایتونو کې هم د ښځینه سوداګرو کاروبارونه ښه شوي دي. دغه وزارت وړاندې ویلي چې په تېر کال کې یې ۱۵۰زره مېرمنو ته د سوداګرۍ جوازونه ورکړي دي.