د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر محمد یونس مومند د افغانستان او ایران ترمنځ اقتصادي کنفرانس پر ایراني سوداګرو غږ وکړ چې له افغانستان سره د کانونو، کرنې، روغتیا، ټرانسپورټ او برېښنا په برخو کې ګډې پانګونې وکړي. مومند دغه راز له دغه پلاوي وغوښتل چې افغانستان ته د چابهار په بندر کې د پانګونې لپاره زمینه برابره کړي. د هغه په وينا، د افغانستان او ايران تر منځ د يوه ګډ سوداګريز مرکز پر جوړېدو کار روان دى او هيله لري، چې دغه مرکز به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختيا لامل شي. د ایران د خراسان رضوي ولایت والي سردارعلي نظري، په دې خبري ناسته کې، د دغه پلاوي د راتګ موخه د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصاد، سوداګرۍ، مسلکي پانګونې او ټکنالوژۍ په برخه کې د اړیکو پراختیا وبلله. هغه وویل، د ایران خرسان رضوي ولایت د افغان سوداګرو د سوداګرۍ او پانګهاچونې لپاره هر ډول امکانات لري.