په کابل کې د چين سفارت نن د افغانستان سرې مياشتې ټولنې ته د دوه سوه زره امريکايي ډالرو په ارزښت هغه بيړنۍ بشري مرسته وسپارله، چې د چين د سره صليب ټولنې له خوا په هرات ولايت کې زلزله ځپلو کورنیو ته ځانګړې شوې وه.
د چين د سفارت غړو د هرات د پېښې د قربانيانو له کورنيو او ټپيانو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده. دوی ویلي، چې اړونده نغدي مرسته د چین او افغانانو ترمنځ د دوستانه اړیکو یوه بېلګه ده. د دوی په خبره چين باور لري چې دغه زلزله ځپلي خلک به ژر تر ژره د ناورين له اغيزو را ووځي.
د افغاني سرې مياشتې ټولنې د مالي څانګې مشر د چين د سره صليب ټولنې له خوا برابره شوې نغدي مرسته پر وخت او ګټوره بللې ده. هغه ویلي، چې د سرې مياشتې ټولنه به له دغه مالي مرستې څخه د خوراکي او نورو مرستندويه توکو د پېرلو او ژر تر ژره زيانمنو شويو خلکو ته د ويشلو لپاره کار واخلي ترڅو د چین د خلکو دوستي احساس کړي.