د کابل والي د علماوو او مخورو یوې غونډه کې د هرات زلزلې ته په اشارې سره ویلي، چې د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ځانګړی کوډ اعلان شوی دی. نوموړي له ټولو سوداګرو او شتمنو غوښتي، چې د هرات زلزله ځپلو سره مرسته او دوی ته ځانګړې پاملرنه وکړي. نوموړي ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو اوسني وضعیت ته په اشارې سره ویلي؛ افغان کډوال په ظلم او وحشت کې ژوند کوي او دا د منلو وړ نه ده. هغه د ګاونډيو هېوادونو له خلکو او علماوو غوښتي تر څو حکومتونو ته مشورې ورکړي، چې له افغان کډوالو سره له ناسم چلند لاس واخلي.