د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د قوشتېپې کانال لومړي فاز ګټې اخیستنې ته د سپارلو او دویم فاز د چارو د پیل مراسمو کې وویل، چې د قوش تېپې کانال د افغانانو د لسیزو خوب تعبیر دی. نوموړی زیاتوي، چې قوش تېپه د ولس د خولو او ستړیاوو پایله او د افغانستان د ځان بسیاینې په لور یوه مهمه او حیاتي پروژه ده. په دې مراسمو کې د کرنې سرپرست وزیر وویل، چې د قوشتېپې کانال به افغانستان له کرنیزه اړخه پر ځای بسیا کړي او غذايي خپلواکۍ ته به يې ورسوي. هغه زیاته کړه، چې افغانستان له آمو سیند یوازې خپل حق ترلاسه کوي او د نورو هېوادونو حق نه تر پښو لاندې کوي.