په کابل کې د چین سفیر ژاو ژینګ، د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، چې د هرات د وړمې ورځې د مرستو په دوام د نورو اړینو مرستو پر چمتوالي بوخت دي چې زلزله ځپلې سیمې ته یې ورسوي. ورته مهال د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستیال، د چین له خواخوږۍ او مرستې مننه کړې او د یادې پېښې په تړاو یې اړین معلومات شریک کړل. نوموړي زیاته کړې چې د وروستۍ زلزلې له امله د قربانیانو شمېر مخ په زیاتېدو دی، له همدې امله زیاتې مرستې او لاسنیوي ته اړتیا ده.