په هلمند ولایت کې د ۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د پنبې د پروسس فابریکې په کار پیل وکړ. د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي، په راتلونکي کې به د پانګه والو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو په موخه یو صنعتي ښارګوټی هم جوړ کړي. سږ کال بزګران په هېواد کې د پنبې له ښو حاصلاتو خوښ دي، خو غوښتنه کوي چې اړوندې ادارې باید د بازار موندنې په برخه کې ور سره مرسته وکړي.