د جاپان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې هیواد به یې د افغانستان په لویدیځ کې له زلزله ځپلو سره ۴.۴۶ میلیون ډالره مرسته وکړي. د دې پیسو درې میلیونه ډالر به د نړیوالو موسسو له لارې ولګول شي او نور ۱.۴۶میلیون ډالر به د جاپاني غیر دولتي موسسو لخوا لګول کېږي. د جاپان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دغه مرستې به د خوراکي توکو او روغتیا په برخو کې وي. د جاپان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، د جاپان حکومت به د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ وي او په افغانستان کې د بشري وضعیت د ښه والي لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.