ننګرهار کې يو شمېر سوداګر او موټر چلوونکي وايي، چې تورخم ښارګوټي کې تشو لاريو ته پاکستان ته د اوښتو اجازه نه ورکول کېږي خو د پاکستان لخوا هره ورځ له درې سوو زیاتې لارۍ افغان لوري ته راځي. د سوداګرو په خبره؛ د ورځې د هرې تشې لارۍ په سر پر دوی له ۱۸۰ نیولې تر ۳۲۰ ډالرو پورې کرايه راځي، چې دوی یې د ورکړې وس نه لري. ورته مهال موټر چلوونکي وايي، پر سوداګرو سربېره دوی هم هره ورځ زرګونه افغانۍ لګښتونه ورکوي او د تېرې يوې مياشتې په موده کې يې ګڼ زيانونه ليدلي دي. بلخوا د ننګرهار ولایتي مسوولين وايي، تورخم ښارګوټي کې تر ډېره د افغان سوداګرو ستونزه حل شوې او د پاتې ستونزو د حل لپاره يې هم هلې ځلې روانې دي.