د کانونو او پټرولیم وزرات سرپرست د مس عینک د «اېم.جي.اې.اېم» قراردادي کمپنۍ له مرستیال او مل پلاوي سره په کتنه کې د مس عینک پروژې د کار پیل برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ .د یادې کتنې پرمهال د نوې طرحې چې د یادې کمپنۍ له لوري مخکې وړاندې شوې وه او مس عینک اړوندو موضوعاتو باندې یې بحث او نظرونه شریک کړي دي. د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د مس عینک کان کېندنې کارونو په چټکتیا ټېنګار کړی او ویلي یې دي، چې د مس عینک پروژې د فعالیتونو او کار پیل لپاره هر ډول همکاریو ته چمتو دي.