ولسمشرۍ ماڼۍ له طالبانو سره د مستقیمو خبرو د پيلېدو لپاره د يو لړ پرمختګونو خبر ورکوي. په داسې حال کې چې طالبانو له واشنګټن سره د مذاکراتو د درېدو ګواښ کړی، افغان حکومت په مختلفو برخو کې د دغې ډلې له رهبرۍ سره د اړیکو د دوام خبره کوي. د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند هارون چخانسوري ویلي، چې طالبانو هم د سولې د مستقیمو خبرو پیلېدو ته لېوالتیا ښودلې او په دې برخه کې يو لړ پرمختګونه هم رامنځته شوي دي. نوموړی وايي، که طالبان د جګړې د ختمولو او د هېواد د پرمختګ لپاره رښتینې اراده لري، نو حکومت سره دې د مذاکراتو مېز ته کېني. چخانسوري وايي، د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې خبرو د پیلېدو لپاره په کورنۍ او نړیواله کچه اجماع موجوده ده او سیمه ییزه اجماع هم رامنځته شوې ده. نوموړی وایي، د سیمې ځيني هېوادونه اندېښنه لري، خو افغان حکومت او امریکا د دغو اندېښنو د هواري لپاره هڅې کوي او دغه اندېښنې په دومره کچه نه دي چې د سولې بهیر زیانمن کړي. د ولسمشر ویاند که څه هم د افغانستان په قضیه کې په فکري لحاظ د پاکستان د بدلون خبره کوي، خو وايي چې په دې برخه کې تر دې مهاله کوم عملي ګام نه دی اخیستل شوی.