د پکتيا ولايتي شورا، قومي مشرانو او ځوانانو د اصلاحي جرګې په چوکاټ کې د دغه ولايت په ځينو مهمو مسايلو ګډه مشورتي ناسته وکړه او له ولسمشر څخه يې وغوښتل چې د کړو ژمنو د پيل او پلي کولو وخت دې مشخص کړي. دوی وويل، که له دغه ولايت سره د مهمو چارو او پروژو شوې ژمنې عملي نه شي، نو د راتلونکو ټاکنو او سياسي حرکت لپاره به د بلې لارې ټاکلو پرېکړه وکړي.د دې غونډې ګډونوالو وويل ولسمشر غني پنځه کاله وړاندې د ۱۳ لويو پروژو د عملي کېدو غوښتنه کړې وه، چې تر اوسه يې يوه هم نه ده عملې شوې. د دوی په خبره پکتیا حوزي روغتون، ګردېزـ غزني ، ګردېز پټان او پکتیا حلقوي سړک ، مچلغو بند صنعتي پارک او نورې هغه ژمنې دي، چې ولسمشر يې څو ځله د عملي چارو د پېلېدو ژمنې کړې دي، خو تر دمه يې د عملي کېدو کوم څرک نه لیدل کېږي.