د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کانگرس د مشرې نانسي پلوسي افغانستان مصر او بروکسل ته د سفر لپاره د پوځي الوتکې د ورکولو نه انکار وکړ. ټرمپ د نانسي پلوسي نه د هغې مشورې بدل واخیست چې ویل یې ولسمشر دې خپله کلنۍ وینا وځنډوي. د کانگرس مشرې بروکسل او افغانستان ته سفر کاوه. د پلوسي ویاند ډریو حامل رویټرز ته ویلي، چې پلوسي بروکسل ته د دې لپاره سفر کاوه چې د ناټو سره د امریکا ژمنتیا وښیي. ډونالډ ټرمپ په داسې وخت کې نانسي پلوسي ته د الوتکې ورکولو نه انکار کړی چې هغې او د کانگرس استازي د روانېدو لپاره تیاري نیوله. ټرمپ پلوسي ته په یو لیک کې د پوځي الوتکی د استعمالولو نه انکار کړی او دغه سفر یې ‘سیل’ بللی دی. ټرمپ دا هم ویلي دي چې هغه دې په بلې الوتکې کې سفر وکړي.