د ایران په مشهد کې د تایباد د سرې میاشتې مشر وايي، د دې سیمې د خلکو د مرستو څلورمه جوپه یې نن د هرات زلزله ځپلو ته ولېږله. هادي رمضاني زیاتوي چې په ټول ایران کې د هرات زلزله ځپلو ته لا هم مرستې ټولېږي او په راتلونکو ورځو کې به هغه هم ولېږي. رمضاني ویلي د څلورمې جوپې مرستې د تایباد خلکو ټولې کړې او د هرات په زنده جان کې به زلزله ځپلو ته ووېشل شي. د هرات زنده جان په تېرو زلزلو کې تر ټولو ځپلې سیمه بلل کېږي. ایراني چارواکي وايي، د تایباد سرې میاشتې مرکز کې څو نورې لارۍ مرسته شوي توکي به هم راتلونکو ورځو کې زنده جان ته ولېږي. هادي رمضاني وايي، په نننۍ ۴۰ ټنه مرسته کې د غوړیو، وریجې او نور خوراکي توکي، کمبلې او فرشونه شامل دي.