د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف وايي، چې کابل ته د طبي توکو څه باندې ۸۰ ټنه درمل، جراحي وسایل او نور توکي راورسېدل. د دغې ادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه درمل او طبي توکي به هرات ته انتقال کړي او د وروستیو زلزلو له امله له زیانمنو شویو ماشومانو، امیندوارو مېرمنو او کورنیو ته به پرې رسیدګي وشي. د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي، چې یاد طبي وسایل د اسیا پراختیایي بانک په ملاتړ تر لاسه شوي او دا به د نږدې ۴۳ زره کورنیو لپاره د بېړنیو مرستو یوه برخه وي. په خبر پاڼه کې راغلي، چې په دغو مرستو کې د خوارځواکو او په نس ناستې اخته ماشومانو لپاره هم درمل شامل دي. د یونېسف په خبر پاڼه کې راغلي، چې د ژمي په رارسېدو سره به نېږدې ۳۰۰ خېمې هم انتقال کړي او له دغو خېمو به د ښوونځیو، روغتیايي کلینکونو او د مرستو د وېش د مرکزونو استفاده وکړي.