د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د پاکستان د پوځ له مشر سره پر افغان سولې خبرې کړې دي. د پاکستان د پوځ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ليدنې پر مهال له خليلزاد سره په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر او د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ استازې لېزا کرټس هم ملتيا کوله. سرچينې زياته کړې چې په دې ليدنه کې د دواړو خواوو پر اړيکو، د سيمې او افغانستان پر سولې او ثبات خبرې وشوې. په خبرپاڼه کې راغلي چې امريکايي پلاوي په افغان سوله کې د پاکستان د رول ستاينه وکړه. د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه ويلي چې د افغانستان سوله د پاکستان لپاره مهمه ده او پاکستان به د سولې لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي. د خليلزاد په مشرۍ امريکايي پلاوى پرون له کابله اسلام اباد ته ورسېد او لومړى يې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له مرستيالې مېرمن تهمينه جنجوعه سره ولیدل. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې په دې ليدنه کې د افغان سولې پروسې پر پرمختګونو او وروستيو هڅو خبرې وشوې.ټاكل شوې خليلزاد نن د پاكستان د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي سره هم وويني.