د افغانستان او هندوستان ترمنځ د يوه تړون له مخې به هر کال ٢٠٠۰ کيلوګرامه زعفران د هند ممبيي ښار ته صادرېږي. د هند په ممبيي ښار کې د افغانستان سوداګرۍ اتشه عبدالنافع سروري وويل چې نوموړي په دې اړه د هند له اېم اى کې شرکت سره يو تړون لاسليک کړى دى. هغه زياته کړه چې د دغه د تړون د لاسليکولو په مراسمو کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزيره کامله صديقي او د دواړو هېوادونو نورو چارواکو هم شتون درلود. سروري وايي چې د دغه هوکړه ليک له مخې به ياد هندی شرکت هر کال د دوه ميليونه امريکايي ډالرو په رازښت دوه زره کيلوګرامه زعفران له افغانستانه ممبيي ښار ته ورادوي. د نوموړي په وينا، هندي شرکت به دغه زعفران د افغان زعفرانو په نوم د هند بازارونو ته عرضه کوي. په ممبيي کې د افغانستان د سوداګريزۍ اتشې د معلوماتو له مخې، ياد شرکت مخکې له دې له ايران خخه زعفران واردول، خو په هند کې د افغانستان او هند په ګډ سوداګريز نندارتون کې يې د افغانستان زعفرانو ته لېوالتيا زياته شوه. سروري وايي، په دې وروستيو کې د افغانستان کرنيز توکي او په ځانګړې توګه وچې مېوې په ممبيي ښار کې ښه بازار پيدا کړی دی. د هغه په وينا، هندي سوداګر هر کال له ٨٠٠ تر ١٠٠٠ ټنو پورې وچه مېوه له افغانستانه ممبيي ته ورادوي.