د خواړو او درملو ملي ادارې مشر وايي، چې په هېواد کې د خوارځواکۍ یو له بنسټیزو لاملونو د خواړو نه خوندیتوب دی او دوی له نړۍوالې ټولنې او نورو بنسټونو غوښتي، چې په دې برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي. د دغې ادارې رييس ويلي په نږدې راتلونکې کې به د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه له ۲۰۰ ټنو ډېر راټول شوي خراب او له کاره لوېدلي خوراکي توکي له منځه یوسي. هغه زياته کړې، چې د خوراکي او درملو د تشخیص د لابراتوارونو پر جوړولو کار روان دی او په راتلونکو درې میاشتو کې به یو شمېر لابراتوارونه فعال شي.