د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم مشر محمد حنیف اتمر نن په کابل کې د یوې غونډې پر مهال خپل ټاکنیز ټیم معرفي کړ. اتمر وویل چې تر اوسه د افغانستان د ۳۰ سیاسي احزابو او جریانونو ملاتړ له ځان سره لري. نوموړي په نننۍ غونډه کې وویل، چې د سولې په اړه ګڼې اندېښنې موجودې دي. ده وویل د سولې په اړه د اوسني حکومت کړنلاره د باور وړ نه ده. او په دې برخه کې په پرېکړو کې انحصار موجود دی. اتمر وویل حکومت داسې پالیسي غوره کړې چې د ملت له غوښتنو سره سمون نه لري او اوس هم د پنځو نورو کلونو لپاره د سولې خبرې کوي. نوموړي وویل ملت نور پنځه کاله د وینې تویدنې توان نه لري. اتمر وویل سوله د ټولو هیله ده او راتګ ته به یې په پوره صداقت کار وکړي.



































