ولسمشر غني د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د لومړي مرستیال په توګه امرالله صالح غوره کړی دی. ولسمشر غني ته په ارګ کې نيږدې سرچينو، نيويارک ټايمز ته ويلي دي چې د راتلونکو ټاکنو لپاره ولسمشر غني د کورنيو چارو سرپرست وزير امرالله صالح د خپل لومړي مرستيال په توګه ټاکلی دی، دا خبر مسولو چارواکو تر دې دمه په رسمي توګه نه دی تاييد کړی. ولسمشر غني ته نږدې سرچینو ویلي، چې ولسمشر به د یکشنبې په ورځ له خپلو دوو مرستیالانو سره د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته د نوم لېکنې لپاره لاړ شي. سرچینه زیاتوي چې د ولسمشر غني په ټاکنیز ټیم کې به سرور دانش بیا هم دوهم مرستیال وي.