د ولسمشر غني او اجرايه رييس عبدالله عبدالله د ګډې پريکړې له مخې عبدالله به راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته ځان نه نوماند کوي ، اجرايه رياست کې موثقو سرچينو سپوږمۍ راډيو ته ويلي چې ددغه ګډې پريکړې په ترڅ کې د کورنيو چارو سرپرست وزير امرالله صالح به راتلونکو ټاکنو کې د غني لومړی مرستيال وي او د غني د بيا بريا په صورت کې به عبدالله عبدالله د پنځو نورو کلونو لپاره د اجرايه ريس په توګه پر خپله دنده پاتې کيږي.ټاکل شوې ده ددغه ګډې هوکړې درې اړخيز سند په بيړنۍ توګه نن يا سبا لاسليک شي او ولسمشر غني به وروسته د خپلو مرستيالانو سره يو ځای د يکشنبې په ورځ په رسمي توګه راتلونکو ټاکنو ته ځان نوماند کړي.