جوزجان کې سلګونو بزګرانو ته پرمختللي کرنېزماشینونه او وسایل ورکړل شول. د جوزجان د کرنې اوبولګولو او مالداراۍ ریاست مسوولین وايي، دغه کرنیز ماشینونه او وسایل د ۱۱ زره امریکايي ډالرو په لګښت د ماشومانو د ملاتړ ولایتي دفتر له لوري د یاد ولایت په ۲۲ کلیو کې پر ۴۰۰ بزګرانو وېشل شوي دي. د جوزجان د کرنې ریاست اجرایوي مدیر ذبیح الله وویل، چې دغه وېشل شوي وسایل بزګرانو ته دا فرصت برابروي چې په کم وخت کې زیات او با کیفیته حاصلات ترلاسه کړي.