د افغانستان سرپرست حکومت د یوې میاشتې په موده کې کابل ته د خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو د وچو زیرمه شویو لرګیو د لېږد اجازه ورکړې ده. د سرپرست حکومت ویاند وايي چې دغه پرېکړه د پلازمېنمېشتو د ستونزو د حل او د سون توکو ته د لاسرسي لپاره نیول شوې ده. نوموړی ټينګار کوي چې د هېواد د ځنګلونو د هر ډول ونو وهل او قاچاق منعه دی. بلخوا، د کابل ځیني اوسېدونکي او د لرګیو پلورونکي پلازمېنې ته د وچو لرګیو د لېږد په تړاو د سرپرست حکومت د پرېکړې هرکلی کوی. د سرپرست حکومت د ویاند د معلوماتو له مخې، سرپرست حکومت د کونړ، نورستان، پکتیا، خوست پکتیکا او ځینو نورو ولایتونو د ځنګلونو د ساتلو لپاره د زرغونې قطعې په نوم شاوخوا ۱۶ زره کسیزه قطعه ګومارلې، څو د ځنګلونو د وهل کېدو او قاچاق کېدو مخه ونیسي.