د کونړ ځایي خلک وایی، د دې ولایت په لرې پرتو سیمو کې لاهم ځنګلونه وهل کیږي او د یوشمېر ځایي چارواکو په مرسته د هېواد نورو سیمو او بهر ته قاچاق کیږی. ځایي خلک وایي، ځنګلونه د مخالفینو تر کنترول لاندې سیمو سربیره د حکومت تر واک لاندې سیمو کې هم وهل کیږي،خو حکومت یې پر وړاندې اقدام نه کوي. د کونړ څوکۍ او نور ګل ولسوالۍ هغه سیمې دي چې تر ټولو زیات طبعي ځنګلونه لري، خو خلک وایي، اوس مهال پر هغو سیمو وسله وال حاکمیت لري او پیسې یې هم د مخالفینو او ځایي مافیایي کړیو لاس ته ورځي. د کونړ د کرنې رییس مني چې لاهم د ځنګلونو وهل روان دي خو د وهل شوو ځنګلو د بیا احیا کولو لپاره يي قومي خلکو شورا ګاني جوړې کړې او د بد یل کښت په مقابل کې له خلکو سره مرسته کوي. د کونړ والي بیا وایي، د ځنګلو د وهلو اوقاچاق د مخنیوي لپاره یې ځانګړي امنیتي ساتونکي روزلي او له دې وروسته به هیچاته اجازه ورنه کړی چې ځنګلونه ووهي او قاچاق یې کړي.