اروپایي ټولنې افغانستان ته له راستنېدونکو کډوالو سره د مرستې لپاره څه باندې ۱۵ اعشاریه ۸ میلیونه امریکایي ډالر ځانګړي کړي دي. یادې ټولنې پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د کډوالۍ د نړۍوال سازمان سره به په ګډه ډاډ تر لاسه کوي چې کډوال په خوندي توګه راستنیږي او خپلو مېنو ته له رسېدو سره سم له اړینو خدمتونو نه بې برخې کیږي. دا مرستې په داسې حال کې اعلانېږي، چې په دې وروستیو کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر ډېر شوی دی. پاکستان له ناقانونه کډوالو غوښتي، چې د نومبر له لومړۍ نېټې مخکې دې ووځي.