نړیوال بانک د افغانستان په اړه په یوه نوي راپور کې ویلي، چې د روان مالي کال په لومړیو پنځه میاشتو کې د دغه هېواد ملي عواید د تېر کال د همدې مودې پر پرتله ۸ سلنه ډېر شوي دي. د دغه راپور له مخې، د روان مالي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې به د افغانستان ملي عواید ۷۸ میلیارد افغانیو ته ورسېږي. که څه هم د تېر کال د همدې مودې په پرتله زیاتوالی ښيي؛ خو له ټاکلي هدف څخه ۷ میلیارد افغانۍ کم دي. د نړیوال بانک په راپور کې راغلي؛ د افغانستان صادرات هم د ۲۰۲۳ زیږدیز کال په لومړیو ۷ میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله درې سلنه ډېر شوي، خو د سکرو د صادراتو د کمښت له کبله میاشتني صادرات کمیږي. په ياده موده کې واردات ۳۲ سلنه زيات شوي او ارزښت يې ۴ اعشاریه میليارد دالرو ته رسيدلی دی.