د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې تخنیکي مرستيال انجنیر عبدالباري صدیقي، د ازبکستان اوسپنې پټلۍ له لومړي مرستيال حکمت الله رحمتوف سره د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې کتلي دي. په دې کتنه کې، په ریلي موضوعاتو او افغان-ټرانس پروژې په اړه خبرې شوې دي. د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې تخنیکي مرستيال ویلي چې خصوصي سکټور او سوداګر تل غوښتنه کوي چې ازبکستان دې پر ټرانزیټي توکو تعرفه کمه کړي، چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو کچه لوړه شي. د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ لومړي مرستيال هم، په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی. ازبک پلاوی د دغه هېواد د لومړي وزیر د مرستیال جمشېد خواجهیوف په مشرۍ پرون کابل ته راغلی او ټاکل شوې چې د سرپرست حکومت د بېلابېلو ادارو له چارواکو او مسوولينو سره، د سوداګرۍ د پراختيا، ټرانزیټي او نور مهمو مسايلو په اړه خبرې وکړي.