د سولې ولسي حرکت په هېواد کې د جګړې له ښکېلو لورو غوښتنه و کړه چې د روان تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره دې ژر تر ژره اوربند وکړي. د سولې ولسي حرکت غړي او د کندهار ولایت لسګونه اوسېدونکي چې په دې ولایت کې یې لاریون کړی وو، له افغان حکومت او طالبانو وغوښتل چې خپلې غوښتنې دې د مذاکراتو له لارې مطرح کړي. دغه ولسي حرکت وایي، په جګړو کې یوازې عام افغانان وژل کیږي او د دې لړۍ د پای ته رسولو لپاره دې ښکېل لوري وسلې پرځمکه کېږدي. د سولې ولسي حرکت لومړی له هلمند ولایت څخه پیل شو، کابل ته له رسېدو سره سم یې له ولسمشر غني سره خپلې غوښتنې شریکې کړې او وروسته د هیواد شمالي ولایتونو ته وخوځېدل.