د سرپرست حکومت یوه چارواکي د جاپان له نوي سفیر تاکایوشي کورمایا سره په لیدنه کې د ناکامورا د بیا رغونې پروژو ته په اشارې له افغانستان سره د یاد هېواد د همکاریو څخه مننه کړې او په راتلونکي کې یې د لا ښو اړیکو درلودلو هیله ښودلې ده. د امر بالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر سره په دې لیدنه کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورمایا هېواد کې د شته امنیت ستاینه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې خپلو فعالیتونو ته به لا پراختیا ورکړي.