د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې د افغانستان د محصولاتو د صادراتو د ودې او بازارموندنې په موخه په نږدې راتلوونکي کې به په ازبکستان کې د افغاني توکو نندارتون پرانیستل شي. د دغه وزارت د چارواکو په وینا، له ازبکستاني پلاوي سره په خبرو کې د هېواد سوداګرو ته د اسانتیاوو د برابرېدو په هکله هوکړه شوې ده. اخوا، د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشېد خواجه یوف وايي، له افغانستانه دغه هېواد ته د صادراتو په زیاتوالي کې هم همکاري کوي. تر دې مخکې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي و، هڅې کوي چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې ارزښت په کال کې درې مېلیارده ډالرو ته ورسوي.