د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په انقره کې د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر هاکان فدان سره کتلي دي. د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې په دې لیدنه کې د اړیکو د پیاوړي کولو پر اهمیت سربېره د نویو سوداګریزو دهلیزونو پر پرانیستلو هم ټینګار وشو. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ترکیې هېواد له مرستو مننه کړې او په انقره او استانبول کې یې د معرفي شویو ډیپلوماتانو منل په دوه اړخیزو اړیکو کې ښه پرمختګ بللی. د هاکان فدان په حواله راغلي چې ترکیه له افغانستان سره خپله همکاري جاري ساتي.