د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ،له طالبانو سره د سولې خبرو په تړاو پرون په اسلام آباد کې، له لومړي وزير عمران خان سره کتلي دي. دواړو لورو د سولې د پروسې په پرمختګ او په یاده پروسه کې د پاکستان د رول د جاري ساتلو پر سر خبرې کړې دي. عمران خان ویلي، چې هیواد یې د افغانستان د سولې لپاره د اسانتیا راوستلو ته ژمن دی. په دې کتنه کې خلیلزاد د سیمې هیوادونو ته د خپلو سفرونو په اړه عمران خان ته معلومات ورکړي دي. امریکا هیله لري چې پاکستان به د افغان سولې په حل کې مرسته وکړي. خلیلزاد وړمه ورځ د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه او د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې تهمینې جنجوعه سره هم ولیدل او د افغانستان د سولې په اړه یې خبرې ورسره کړې دي.