د افغانستان بانک سرپرست رییس، کابل کې د وړو پورونو په غونډه کې ویلي، چې هېواد کې د کوچنیو تشبثاتو سکټور مهم دی، ځکه د کوچنیو متشبثینو ملاتړ ترڅنګ هېواد کې د بېوزلۍ کمولو کې هم لویه مرسته کوي. نوموړي ویلي چې هېواد کې د کوچنیو تشبثاتو د پیاوړتیا لپاره د جوازونو وېش پیلوي او د یاد سکټور د پانګو د خوندیتوب لپاره د یو حمایوي صندوق جوړولو پر طرحه کار روان دی.