د امریکا د استازو مجلس د رییسې نانسي پلوسي ویاند ویلي دي چې افغانستان ته په تجارتي الوتکه د میرمن پلوسي سفر د امنیتي ستونزو له امله ځنډیدلی دی. د امریکا د فدرال حکومت د یو شمیر برخو د بندیدو وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ میرمن پلوسي ته اجازه ورنکړه چې په یوې پوځي الوتکه کې افغانستان ته لاړه شي، خو زیاته یې کړه چې که غواړي کولای شي په تجارتي الوتکه سفر وکړي. ټاکل شوې وه چې میرمن پلوسي د یو هیت په ملتیا په یوې تجارتي الوتکه کې افغانستان ته سفر وکړي. خو د پلوسي ویاند وایي، چې سپینې ماڼۍ ددغه سفر جزییات رسنیو ته ورکړي او پدې توگه پلوسي ته امنیتي گواښونه زیات شوي دي.