هرات کې ۵۴۱ ميليونه ۱۸۰ زره افغانيو په ارزښت زاړه او له کاره لوېدلي بانک نوټونه وسوځول شول. د افغانستان بانک د خبر پاڼې له مخې، دغه بانک نوټونه د ټاکل شوي کمېسيون د غړو په شتون او له کره شمېرنې وروسته سوځول شوي دي. مسوولين وايي د زړو نوټونو د راټولو او په نويو يې د بدلولو بهیر د خلکو لپاره د اسانتياوو د رامنځته کولو په موخه روان دی. د يادونې ده چې افغانستان بانک د روانې لړم مياشتې په لومړۍ او دويمه په کندهار کې هم زاړه بانک نوټونه سوځولي و.